د سربیا-ټایر فابریکه/چین
ای ډي: 8394938
نېټه: د سپتمبر 13، 2024
ځای: سربیا
موده: یوه دقیقه او یودیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-14 04:09
وروستی سمون: 2024-09-14 04:13
سربیا زرینجانین، – د سپتمبر 13، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په اروپا کې د چين د ټايرونو لومړۍ فابريکې په رسمي توګه د جمعې په ورځ د سربيا په زرنجين ښار کې په بشپړ توليد پيل وکړ.
د سربیا د ولسمشر الکساندر وچیچ، د سربیا چارواکو او په دغه هیواد کې د چین د سفیر لي مینګ په ګډون څه باندې ۳۰۰ تنو په دې مراسمو کې ګډون درلود.
د یادو مراسمو پر مهال د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ وویل، چين تل د سربيا مهم ملګری پاتې شوی. دا پروژه، چې په سربیا کې د شنو ساحو تر ټولو لویه پانګه اچونه ده، د سیمه ییز پرمختګ په وده او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
نوموړي وویل، که څه هم نړيوال حالت بدل شوی خو چين به د ټولو هېوادونو لپاره د باور وړ همکار پاتې شي چې د ګډ پرمختګ غوښتونکي دي. چين نه يوازې خپلې ګټې په پام کې لري، بلکې د خپلو شريکانو په اړه هم فکر کوي او زموږ د هوساینې او لاسته راوړنو لپاره کار کوي.
ښاغلي ووچیچ ټینګار وکړ چې دا فابریکه به د زرنجین اقتصاد او د هغې شاوخوا سیمو ته وده ورکړي. دا به د ښار بودیجه زیاته کړي، کوم چې د نوي زیربنایي پروژو تمویل کې مرسته وکړي. تمه کیږي چې دا فابریکه به سږ کال د ۲۰۰ میلیون یورو صادراتي ارزښت ولري، او ښايي راتلونکی کال ۵۰۰ میلیون یورو ته لوړ شي.
ویل کیږي په دې پروژه کې نږدې ۹۹۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې، چې ۹۷ هکتاره ځمکه او ۵۰۰۰۰۰ متره مربع ودانۍ په کې هم شامله ده. د پلان شوي تولید ظرفیت د ۱۲ میلیونو مسافر وړونکو موټرو ټایرونو ، ۱.۶ میلیونو سوداګریزو موټرو ټایرونو، او د لویې لارې څخه ۲۲۰۰۰۰ موټرونو ټایرونه تولیدوي.