چین-ناروی اروپايي اتحادیه
ای ډي: 8394881
نیټه: د سپتمبر 10، 2024 / فایل
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او پنځه ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-13 23:27
وروستی سمون: 2024-09-14 03:47
اوسلو، ناروې – د می 28، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د ناروې لومړي وزیر جوناس ګهر ستوره د چین میډیا ګروپ سره په یوه مرکه کې ویلي، که څه هم ناروې د اروپايي اتحادیې غړی نه دی خو بیا هم ورسره نږدې کار کوي او په ډیری فعالیتونو او تړونونو کې برخه اخلي.
د ناروې لومړي وزیر جوناس ګهر ستوره د یادې مرکې پر مهال زیاته کړې، که څه هم ناروې دوه ځله د اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو پر ضد رایه ورکړه، خو بیا هم د دې ټولنې سره پیاوړې اړیکې لري. دا اړینه ده ځکه چې ناروې زیاتره سوداګري د اروپايي اتحادیې له هېوادونو سره ترسره کوي. ستوره زیاته کړه چې ناروې د سویډن، فنلنډ او ډنمارک سره د سوداګرۍ سربېره د امنیت او څیړنې په نورو برخو کې هم نږدې اړیکې لري. له همدې امله، زه ناروې د اروپايي اتحادیې څخه بهر بیا هم د اروپايي اتحاديي یو شریک بولم.
ناروې د اروپا د اقتصادي سیمې د یو غړي هیواد په توګه په تیر ۲۰۲۳ کال کې د توکو په سوداګرۍ کې د اروپایي اتحادیې شپږم لوی سوداګریز شریک و، چې د اروپایي اتحادیې ته یې د ۱۱۹.۲ میلیارده یورو په ارزښت توکي صادر کړي و او د اروپایي اتحادیې څخه یې د ۶۱.۷ میلیارده یورو په ارزښت توکي وارد کړي و.
د یادونې وړ ده چې ناروې اروپايي اتحادیې ته د کبانو او آبي کښت محصولاتو لوی صادروونکی هېواد هم دی.