روسیه – اوکراین / د بندیانو تبادله
ای ډي: 8394986
نیټه: د سپتمبر 14، 2024
ځای: روسیه او اوکراین
موده: یوه دقیقه او اولس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-14 09:47
وروستی سمون: 2024-09-14 10:28
نامعلوم ځای – د سپتمبر 14، 2024 (د روسیې د دفاع وزارت په مرسته) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب روسیې او اوکراین د شنبې په ورځ ۲۰۶ جنګي بندیان تبادله کړل.
د خپور شوی بیان له مخې ،چې ټول ۱۰۳ روسي پوځیان چې په کورسک سیمه کې نیول شوي وو، خوشې شوي دي او په بدل کې یې ۱۰۳ اوکرایني بندیان هم د اوکراین پوځ ته سپارل شوي دي.
اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې دا په دوو ورځو کې د بندیانو دوهمه تبادله ده.
له دې سره هممهاله د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ټیلیګرام له لارې په یو بیان کې وویل چې د ۲۱ افسرانو په ګډون ۱۰۳ اوکرایني سرتیري خوشې شوي دي.