د چين دايمي کمېټې غونډه/پایله
ایډي: 8394824
نېټه: د سپتمبر 13، 2024
ځای: چین؛
موده: یوه دقیقه او درې ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-13 05:15
وروستی سمون: 2024-09-13 09:26
بېجینګ – د سپتمبر 13، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې ۱۱مه غونډه پرون د جمعې په ورځ په بېجينګ کې پای ته ورسېده.
د یادې غونډې په پای کې وکیلانو د ملي دفاعي زده کړو قانون تصویب ته رایه ورکړه او د احصایې قانون د اصلاحیې په اړه یې یوه پرېکړه هم وکړه.
دوی دغه راز د چين د ولسي جمهوريت د ٧٥مې کليزې په مناسبت د ملي مډالونو او افتخاري لقبونو د ورکولو پرېکړه ليک تصويب کړ. سربېره پر دې دوی پرېکړه وکړه چې تانګ رين ژيان د کرنې او کليو د چارو د وزير په توګه لرې کړي او هان جون په دې دنده وټاکي.
دوی د وکیلانو د قانوني تقاعد عمر په تدریجي ډول لوړولو یو پرېکړه هم تصویب کړه.
په دې غونډه کې درې نړیوال تړونونه، د مرستیالانو د وړتیاوو راپور، او د پرسونل اړوند اقدامات د وکیلانو له لوري تصویب شول.
په ورته مهال د چين ولسمشر شي جين پينګ هم د قانون او پرېکړو د پلي کولو لپاره څلور فرمانونه لاسليک کړل.
د ویلو ده چې د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د پای غونډې مشري رئيس ژاو لي جي کوله.
د یادونې وړ ده چې د څوارلسمې دورې دايمي کمېټې د جمعې په سهار د خلکو د غونډو په تالار کې د اساسي قانون د لوړې مراسم هم تر سره شول.