د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۱۷ زره ټنه د مرمرو ډبرې نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي. د دغه وزارت مسوولین وايي، چې دمګړۍ په هېواد کې د مرمر ډبرو د پروسس شاوخوا ۱۰۸ کارخونې فعالې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي په ځانګړې توګه مرمر ډبرو اهمیت ته په پام وايي، چې له یادې لارې د هېواد د صادراتو او عوایدو د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې پروسس یې په کور دننه وشي.