برازیل – ځنګلي اورونه / روغتیا اندیښنې
ای ډي: 8394614
نیټه: د سپټمبر 11، 2024
ځای: برازیل
موده: یوه دقیقه او دوه دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-12 20:01
وروستی سمون: 2024-09-12 20:18
برازیل ساو پاولو اوساسکو، ، – د سپتمبر 11، 2024 (CCTV)
د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د برازیل د ساو پاولو ایالت په څو ښارونو کې روانې اورلګېدنې د ځایي اوسېدونکو لپاره سختې روغتیايي اقتصادي ستونزې رامنځته کړې دي.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د ځنګلونو اورونو د سویل ختیځ ایالت ۳۱۸ ښارونه سخت اغیزمن کړي، له جملې یې په ۱۲ ښارونو کې اور لګېدنې لاهم روانې دي چې تر اوسه پورې یې نږدې ۳۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو زیان اړولی دی.
په اوساسکو کې اوروژونکي ډلې او هیلیکوپټرې په عاجل ډول د لویو ځنګلي اورونو په وړاندې مبارزه کوي څو د اوسېدونکو روغتیا او ورځنی ژوند خوندي کړي.
د کامپوس اولیویرا په نوم د دغه ښار یو بس چلوونکی وایي، زما شپږ کلن زوی هره شپه د خوب لپاره د ساه اخیستلو ماشین کاروي ځکه چې ستونی او پوزه یې وچېږي. نو هغه د ښه خوب کولو لپاره د تنفسي ماشین په کارولو سره ویده کیږي.
د اوساسکو ښار یو بل اوسیدونکي جیوانا نیویس چې په مالي چارو کې کار کوي وویل، موږ په روغتونونو کې ګورو چې تنفسي ستونزې ډیرې شوې دي. نو موږ اوس په هره خونه کې د اوبو یو سطل ساتو څو له موږ سره په ساه اخیستلو کې مرسته وکړي.
له دې سره هممهاله ځایي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د روانې وچکالۍ او د تودوخې د لوړې کچې له امله به د نوي ځنګلونو د اور لګېدنې خطر لا نور هم لوړ شي.