د روسیې-وانګ یي/برېکس امنیتي غونډه
ایډي: 8394545
نېټه: د سپټمبر 11، 2024
ځای: روسیه
موده: ۵۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-11 09:09
وروستی سمون: 2024-09-11 12:54
سینټ پیټرزبورګ، روسیه – د سپتمبر 11، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د چهارشنبې په ورځ د روسيې په سنټ پيترزبورګ ښار کې د برېکس هېوادونو د لوړ پوړو امنيتي چارو مسوولينو او د ملي امنيت د سلاکارانو په څوارلسمه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د نړیوالو امنیتي ګواښونو، تروریزم سره د مبارزې، سایبر امنیت، نړیوالې حکومتولۍ او نورو تودو موضوعاتو په اړه ژورې خبرې اترې وشوې.
نوموړي د یادې غونډې پر مهال له برېکس ډلې څخه وغوښتل چې خپل ستراتيژيک او سياسي نفوذ پياوړی کړي، څو په نړيواله حکومتولۍ کې لا روښانه او متحد غږ ولري.
ښاغلي وانګ یي دغه راز زیاته کړه، چې د برېکس هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او د ملي امنيت د سلاکارانو غونډه د دغې ډلې د هېوادونو د سياسي او امنيتي همکاريو اصلي ميکانيزم دی. هغه د ستراتیژیکې همغږۍ د پیاوړتیا، د یو بل د اصلي ګټو او لویو اندېښنو په پام کې نیولو او د نړیوال سیسټم د عادلانه لوري په لور د حرکت کولو لپاره له دې میکانیزم څخه د بشپړې ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.
دغه راز د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې د برېکس هېوادونه باید د نړیوالو امنیتي ننګونو د حل لپاره د ورته شریکانو سره نږدې کار وکړي. دوی د یو اړخیزو اقداماتو پر ضد، د څو قطبي نړۍ په ملاتړ او د عدالت، انصاف، سولې او امنیت د تامین لپاره د نړیوالو قوانینو پر ساتلو ټینګار وکړ.