د چین-اسیان/اقتصادي همکاري
ایډي: 8394532
نېټه: د سپتمبر 11، 2024/وروستی
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دوه ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-11 08:29
وروستی سمون: 2024-09-11 10:43
چین بېجینګ – د سپتمبر 11، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په تېرو لسو کلونو کې ګټورې پايلې تر لاسه کړې دي.
د دغه وزارت چارواکو په يوه خبري ناسته کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې له ٢٠١٣ کال راهيسې د چين او اسيان هېوادونو ترمنځ سوداګري په اوسط ډول ٧،٥ سلنه وده کړې ده.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، چین له پنځلسو کلونو راهیسې د اسیان هېوادونو تر ټولو لوی سوداګریز شریک پاتې شوی، چې د روان کال په جولای مياشت کې د چين او اسيان هېوادونو ترمنځ د پانګونې مجموعي کچه له څلور سوه میلياردو امريکايي ډالرو څخه واوښته.
یادو چارواکو دا هم ویلي، چې د چين او اسيان هېوادونو تر منځ ۲۱م نندارتون به د روانې سپټمبر میاشتې له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د ګوانګ شي په نان نينګ ښار کې تر سره شي او په همدې موده کې به په نان نينګ ښار کې د چين او اسيان هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې د ۲۱مې غونډې کوربه توب هم وکړي.