د چین بهرنیو چارو وزرات خبرتیا / د متحده ایالاتو
ایډي: 8394323
نېټه: د سپټمبر 10، 2024
ځای: چین
موده: ۵۳ ثانیې
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-10 20:07
وروستی سمون: 2024-09-10 20:34
چین بېجینګ، – د سپتمبر 10، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ پرون سه شنبه ویلي، چې بېجینګ د امريکا د استازو جرګې له خوا د تصويب شوي تبعيضي بیولوژیک امن قانون سره په کلکه مخالفت کوي او له امريکا غواړي چې د چينايي شرکتونو له ځپلو څخه دې لاس واخلي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا د استازو جرګې د دوشنبې په ورځ هغه جنجالي لایحه تصویب کړه، چې له مخې به یې د “ملي امنیت” اندېښنو په پلمه د چین له ځينو بیو ټېکنالوژي تجهیزاتو او خدماتو وړاندې کوونکو سره د متحده ایالاتو د فدرالي ادارې تړونونه وځنډوي.
اغلې ماو نېنګ د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته ویلي، چين د امريکا د متحده ايالاتو د استازو جرګې له خوا د نوي تصويب شوي قانون سره په ټينګه مخالفت کوي. ځکه چې دغه تصویب شوی قانون د چينايي شرکتونو په وړاندې يو تبعيضي اقدام دی. نوموړې زیاته کړې، امریکا باید د خپل اېډیالوژیک مخالفت څخه لاس واخلي، د بازار اصولو او اقتصادي او سوداګریزو قوانینو ته رښتینی احترام وکړي. هغې د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د چینایي شرکتونو پر وړاندې دې بې بنسټه پلمې نه لټوي. پر ځای یې، امریکا باید د ټولو هېوادونو لپاره یو عادلانه، او بې تبعیضه سوداګریز چاپېریال برابر کړي.
ماو نېنګ ټینګار وکړ، چې چين به په ټينګه سره د خپلو شرکتونو د مشروع حقوقو او ګټو ساتنه وکړي او همدارنګه به د چینایي شرکتونو د قانوني حقوقو د خوندي کولو ملاتړ وکړي.