د هسپانیې-چینایي EVs/EU تعرفې
ایډي: 8394306
نېټه: وروستی
ځای: هسپانیه
موده: یوه دقیقه او نولس ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-10 02:18
وروستی سمون: 2024-09-10 03:39
ویډيويي صحنې
مادرید، هسپانیه – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په هسپانیه کې د چینایي برېښنایي موټرو (EV) پلور د موقتي تعرفو سره سره لا هم مخ پر وده دی.
ویل کېږي په تېر ۲۰۲۳کال کې، چینایي موټر جوړوونکي(BYD) شرکت د بل هر شرکت په پرتله ډېر برېښنایي موټرونه تولید او پلورلي دي.
دغه شرکت په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د تېرې اګست میاشتې په ۱۴ مه نېټه یې د خپل شرکت څخه زر نوي موټر هسپانیې ته وسپارل، او هر یو یې د یوې اونۍ په ترڅ کې پلورل شوی دی.
یاد شرکت دغه راز ویلي، چې اوس په هسپانیه کې د چینایي برېښنایي موټرو پلور ښه وده کوي.
د دغه شرکت د بازارموندنې او مطبوعاتو مدیر انیګو تراسمونټ ګارسیا وايي، چې ۱۷میاشتې دمخه موږ یوازې د دوه پلورونکو شرکتونو سره پیل کړی و، خو نن ورځ موږ ۳۰ پلورونکي شرکتونه لرو هیله لرو دغه شمېره د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۴۰ شرکتونه ته ورسي.
د یادونې وړ ده، چې اروپايي اتحادیې د روان کال په جولای میاشت کې د پراخ مالي ملاتړ په حواله د چینایي برېښنایي موټرو په اړه نوې اضافي تعرفې وضع کړې.
ځینې اروپايي کارپوهان وايي، چې دغه اضافي تعرفې به د چینایي برېښنایي موټرو د تولید د زیاتوالي مخه ونه نیسي.
په ورته مهال د اروپا د پالیسۍ مطالعاتو د مرکز مشر ډینیل ګروس وايي، چې د آلمان حکومت د دې نویو تعرفو ملاتړ نه کوي. پرځای یې دا په عمده توګه فرانسوي او ایټالوي موټر جوړوونکي شرکتونه دي چې اندېښنه لري چې د دوی موټر نشي کولی د چینایي موټرو سره سیالي وکړي نو له همدې امله دوی په اروپایي اتحادیه کې د دې تعرفې لپاره کافي رایې لري څو دا تعرفې تایید کړي. نوموړی فکر کوي چې د دې تعرفو اغېز به محدود وي.