ایران-چین/روسیه اړیکې
ایډي: 8394290
نېټه: د سپتمبر 9، 2024
ځای: ایران
موده: یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-10 18:52
وروستی سمون: 2024-09-10 18:56
تهران، ایران – د سپتمبر 9، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د چین او روسیې په څېر هېوادونو سره د اړیکو پیاوړي کول د ایران د نوي حکومت د بهرنیو چارو له لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي په پلازمېنه تهران کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، که څه هم ایران تازه وړاندیز کړی دی چې د متحده ایالاتو سره د شخړو او د اروپایی اتحادیې له هېوادونو سره د کړکېچ د هواري لپاره ترینګلې اړیکې سمې کړي، خو د ایران نوی حکومت به بیا هم له چین او روسیې سره د اړیکو پراختیا ته دوام ورکړی، د هغه په خبره چې ایران به دا لومړیتوبونه په دقت سره په پام کې ونیسي او له اړوندو دوستو هېوادونو سره به د همکارۍ د نویو اړیکو د جوړولو لپاره ګډ کار وکړي.
ښاغلي کنعاني زیاته کړې، د ایران نوی حکومت به د روسیې او چین په څېر هېوادونو سره په صادقانه توګه اړیکې رامنځته کړي، دغه راز اړوندو همکاریو ته به دوام ورکړي، او لاسلیک شوي سندونه او موافقتنامې به پلې کړي، او خپل فعالیتونه به د ایران او خپلو شریکانو د ګډو اهدافو پر اساس ترسره کړي.
د نوموړي په خبره، په سیمه کې په ګډه کار کول د اختلافاتو د له منځه وړلو او پرمختګ ته د رسېدو تر ټولو غوره لار ده. ایران به د څو اړخیزې همکارۍ ملاتړ او د یو اړخیززې همکارۍ مخالفت ته دوام ورکړي.
کنعاني همداراز اعلان وکړ چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به د برېکس هېوادونو په سرمشریزه غونډه کې چې ټاکل شوې د اکتوبر په میاشت کې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي، ګډون وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د برېکس د همکارۍ په میکانیزم کې شاملېدل د ایران د پرمختګ لپاره یو مهم فرصت دی او د دغه هېواد له ملي ګټو سره سمون لري. نوموړي زیاته کړې، ايران به د برېکس په چوکاټ کې له اړوندو هېوادونو سره د متقابل پرمختګ لپاره په فعاله توګه همکارۍ ته دوام ورکړي.