دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د الجزایر په ولسمشریزو ټاکنو کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان رایه کاروي

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 8, 2024
3 0
0
د الجزایر په ولسمشریزو ټاکنو کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان رایه کاروي
4
SHARES
17
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8393979.webm

ای‌ډي: 8393979

نېټه: د سپتمبر 7، 2024

ځای: الجزایر

موده: یوه دقیقه او اولس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-07 19:07

وروستی سمون: 2024-09-07 19:14

الجیرز، الجیریا – د سپتمبر 7، 2024 (CCTV)  د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د الجزایر وګړو د شنبې په ورځ د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو ورکولو مرکزونو ته لاړل، تمه کېږي څه باندې ۲۳ میلیونه په شرایطو برابر رایې ورکوونکي په یادو ټاکنو کې برخه واخلي.

رایه اچونه د شنبې په ورځ سهار وختي پیل شوه او په ټول هېواد کې د رایې ورکولو مرکزونه په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو پرانیستل شول. د رایې ورکولو ګرځنده مرکزونه د چهارشنبې راهیسې فعال وو، څو د لرې پرتو سیمو رایه ورکوونکي هم یادو مرکزونو ته لاسرسی ومومي، دغه راز د اته سوه زرو څخه زیاتو الجزایري وګړو چې په بهر کې ژوند کوي رایې اچونه یې د تېرې اونۍ په نیمایې کې پیل شوې وه.

ویل کېږي د ټاکنو خپلواکه اداره د رایې ورکولو بهیر څاري.

د ولسمشرۍ د ټاکنو په دې بهیر کې اوس مهال درې نوماندان په سیالۍ کې برخه لري.

 اوسنی ۷۸ کلن ولسمشر عبدالمجید تبوون چې د پراخ ملاتړ سره د خپلواک نوماند په توګه د دوهم ځل لپاره ځان کاندیدوي، او دوه نور نوماندان هم د پام وړ مخکښې څېرې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر تریبون د مارچ میاشتې په ۲۱مه پرېکړه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنې له خپلې مودې څخه مخکې ترسره کړي. معمولاً دغه ټاکنې باید د ډسمبر په میاشت کې شوې وای، خو د تخنیکي دلایلو له امله له وخت مخکې ترسره کېږي.

د الجزایر د ټولټاکنو د قانون له مخې، هغه کاندید چې تر نیمایي زیاتې رایې ترلاسه کړي د نوي ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، که چېرې کوم کاندید دغه اکثریت ته ونه رسېږي، دوه مخکښ نوماندان به د ۳۰ ورځو په اوږدو کې دننه په دویم پړاو ټاکنو کې له یو بل سره بیا سیالي کوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی
وروستی خبرونه

واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

مارچ 9, 2026
بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي
روغتیا

بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

مارچ 9, 2026
هرات؛ سلګونه کورنیو او ۹۷ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي
اقتصاد او سوداګري

هرات؛ سلګونه کورنیو او ۹۷ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist