اردن-غزه/ د بهرنیو چارو وزیر
ایډي: 8393697
نېټه: د سپټمبر 5/د اګست 25-30، 2024
ځای: اردن
موده: یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: (CCTV)او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-06 01:21
وروستی سمون: 2024-09-06 05:36
اردن عمان – د سپتمبر 5، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن سفادي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې له لوېدیځې غاړې څخه اردن ته د فلسطینیانو د بې ځایه کولو هر ډول هڅې ته به د جګړې د اعلان په سترګه وګڼل شي او اردن به د دې ډول عمل پر وړاندې ورته قاطع ځواب ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د اردن په پلازمېنه کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیرباک سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
ښاغلي سفادي دغه راز زیاته کړې، موږ مخکې هم ویلي و او اوس بیا ټینګار کوو چې د لوېدیځې غاړې څخه اردن ته د فلسطینیانو د بې ځایه کولو هر ډول هڅه به د اردن په وړاندې به دا یو جنګي عمل وګڼل شي او اردن به ورته کلک ځواب ورکړي.
نوموړي په آلمان غږ وکړ، چې پر فلسطينيانو باندې د دوامدارو تېریو په رڼا کې پر اسراییلو بندیزونه ولګوي.
هغه وویل چې آلمان باید د اسراییلو پر حکومت او چارواکو بندیزونه ولګوي ځکه چې هغوی کرکه او تاوتریخوالی خپروي او د بې ګناه خلکو وژل توجیه کوي او سیمه ییز تاوتریخوالی لا زیاتوي.
هغه څرګنده کړه چې اردن به غزې ته د نړیوالو ځواکونو د یوې برخې په توګه خپل عسکر ونه لېږي او نه به داسې کومه تګلاره ومني چې غزه له لوېدیځې غاړې څخه جلا کړي.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د شخړو د اصلي مسئلو په حل کولو سره ترلاسه کېدای شي چې پکې د اشغال ختمول او د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول شامل دي.
د یادو خبرو اترو پر دوام د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک هم په سیمه کې د تلپاتې سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او په بیت المقدس کې یې د مقدسو ځایونو د اوسنیو شرایطو د ګډوډولو له هر ډول هڅو سره سخت مخالفت څرګند کړ.
هغې دغه راز د غزې د خلکو سره د کړاوونو په کمولو کې د اردن د پام وړ هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د هغې هېواد د اردن سره د پنځه نیم میلیون ډالرو مرستې تړون سره موافقه کړې ده.