د چین مصنوعي ځیرکتیا ورکشاپ/ ملګري ملتونه
ای ډي: 8393416
نیټه: د سپتمبر 3، 2024
ځای: چین
موده: ۵۴ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-05 14:30
وروستی سمون: 2024-09-05 15:08
شانګهای، چین – د سپتمبر 3، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
چين او ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ په شانګهای کې د مصنوعي ځیرکتیا د ظرفيتونو د لوړولو لپاره په ګډه د یوه ورکشاپ کوربتوب پیل کړ چې نن جمعه به پای ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د سې شنبې په ورځ د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه څلور ورځنی ورکشاپ چې د آسیا، افریقا او اروپا څخه نږدې د ۴۰ هېوادونو استازو پکې برخه اخیستې وه، موخه یې دا وه چې ګډونوالو ته د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژۍ د پرمختګونو په اړه د متقابل بحثونو او نورو فعالیتونو له لارې ژوره پوهه ورکړي.