دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

پوليو؛ غزه کې څه باندې ۱۸۷۰۰۰ ماشومان واکسين شول

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 6, 2024
3 0
0
پوليو؛ غزه کې څه باندې ۱۸۷۰۰۰ ماشومان واکسين شول
4
SHARES
16
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8393431.webm

د غزې تړانګه – د پولیو واکسین / تازه معلومات

ای ډي: 8393431

نیټه: د سپټمبر 4/2/1، 2024

ځای: بېلابېل ځایونه

موده: یوه دقیقه او پنځوس ثانیې

سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون 

محدودیتونه:  ویډیويي صحنې وګورئ

خپور شوی: 2024-09-05 17:47

وروستی سمون: 2024-09-05 21:07

بشپړ خبر

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه خپور شوي راپور  کې ویلي و، چې په غزه کې یې د پولیو  واکسین په لومړۍ مرحله کې له ۱۸۷,۰۰۰ څخه زیات ماشومان چې عمرونه یې له لسو کلونو څخه کم وو، واکسین شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې ماشومانو ته د پولیو نوی ډول واکسین( nOPV2) ورکړل شوی او د دې لپاره چې ښکاره شي ماشوم ته واکسین ورکړل شوي، په ګوته یې رنګ ورته وهل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د واکسین کولو په هڅو کې له ټولو ګروپونو، افرادو او کاري ډلو څخه مننه کړې او د غزې په تړانګه کې یې یو ځل بیا د اوربند غوښتنه تکرار کړه.

د ویلو وړ ده، چې د واکسین کمپاین دویمه مرحله پرون د پنجشنبې په ورځ په جنوبي غزه کې پیل شوه، په دې مرحله کې مهم اقدامات لکه د واکسینونو یخ ساتل او له سیمه ییزو روغتیايي کارکوونکو سره همغږي کول شامل و، څو هر څه په ښه ډول ترسره شي.

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) سیمه ییزې رییسې عادلې خدر د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په تیرو دریو ورځو کې دغه کمپاین نه یوازې د روغتیا په برخه کې یو مهم ګام و، بلکې خلکو ته یې ارزښتناکه او مثبتې شېبې هم ورکړې.

په ورته وخت کې په نېږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA)  د امکان تر حده د ماشومانو واکسین کولو ته په خپله ژمنتیا ټینګار وکړ او په غزه کې یې یو ځل بیا د اوربند بیړنۍ اړتیا په ګوته کړه.

له دې سره هممهاله د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې د واکسین کولو هڅې د جنوبي غزې، په ځانګړي توګه خان یونس او رفح ښار ته رسیدلې. همدارنګه په مرکزي غزه کې په څلورو لویو روغتیايي مرکزونو کې هم واکسین کولو ته دوام ورکړل شوی، څو هیڅ ماشوم پاتې نشي.

پولیو یو جدي ناروغي ده چې د پولیو ویروس له خوا رامنځته کیږي او تر ډېره کوچني ماشومان چې عمرونه یې تر پنځه کلنۍ کم وي ژر  اغیزمن کوي. دا ناروغي په شدیدو حالاتو کې د فلج یا مرګ لامل هم کیدای شي. د دې د مخنیوي لپاره واکسین کول تر ټولو مؤثره او اقتصادي لاره بلل شوې ده.

د یادونې ده چې په غزه کې د پولیو ویروس لومړنۍ پېښه د روان کال په جولای میاشت کې ثبت شوه، چې وروسته د غزې روغتیایي چارواکو ادعا وکړه چې د اسرائیلي پوځ عملیاتو له امله د روغتیایي او صفایي سیسټمونو خرابیدل د ویروس د خپرېدو اصلي لامل دی چې اوس د پولیو وبا په غزه کې  مخ پر خپرېدو ده.  

د کمپاین لومړۍ مرحله د مرکزي غزې دیر البلاح او د کډوالو کمپونو لکه النصیرات، المغازي، او البریج کې ترسره شوه. دویمه مرحله د سپټمبر په ۵مه نېټه په خان یونس او رفح کې پیل شوه، ټاکل شوې د کمپاین وروستۍ مرحله د روانې میاشتې  په ۹مه نېټه د غزې تړانګې شمالي برخو ته پوښښ ورکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی
وروستی خبرونه

واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

مارچ 9, 2026
بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي
روغتیا

بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

مارچ 9, 2026
هرات؛ سلګونه کورنیو او ۹۷ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي
اقتصاد او سوداګري

هرات؛ سلګونه کورنیو او ۹۷ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved