سویزرلینډ-د سوداګرۍ نړیوال سازمان د توکو تجارت
ای ډي: 8393482
نیټه: د سپتمبر 4، 2024
ځای: سویس
موده: یوه دقیقه
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-05 20:45
وروستی سمون: 2024-09-05 20:49
فایل: جینیوا، سویس – د جون 21، 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د سوداګرۍ نړیوال سازمان WTO د توکو د سوداګرۍ بارومیټر اندازه د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، چې د ۲۰۲۴ کال په درېیمه ربع کې د نړیوالو مالونو سوداګرۍ پراختیا ښیي.
د بارومیټر اندازه، چې د نړیوالو مالونو سوداګرۍ لپاره یوه د وړاندوېینې وسیله ده، وروستۍ اندازه یې ۱۰۳ ده. که اندازه د ۱۰۰ نه لوړه وي، نو دا مانا لري چې سوداګري د معمول نه زیاته ده.خو برعکس که اندازه د ۱۰۰ نه ټیټه وي، نو دا ښيي چې سوداګري ټیټه شوې ده یا ښایي په نږدې راتلونکې کې به ټیټه شي.
د ۱۰۳ بارومیټر اندازه ښیي چې د نړیوالو مالونو سوداګرۍ حجم د روان د ۲۰۲۴ په دویمه او درېیمه ربع کې مثبته پاتې شوې ده.
د سوداګرۍ نړوال سازمان په وینا، د دې کال په لومړیو درې میاشتو کې سوداګرۍ د یوې ربع نه بل ربع ته په یو سلنه، او د تېر کال د همدې وخت په پرتله یې ۱.۴ زیاتوالی موندلی.
وروستي معلومات ښیي چې په اروپا کې د سوداګرۍ وده هغومره قوي نه ده لکه څنګه چې تمه کېده، پداسې حال کې چې د آسیا او شمالي امریکا په څېر سیمو کې د تمې نه زیات پرمختګ شوی دی.