د روسیې ختیځ اقتصادي فورم / پرانیستل
ایډي: 8393199
نېټه: د سپتمبر 3، 2024
ځای: روسیه
موده: ۵۰ ثانیې
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره ده
خپور شوی: 2024-09-04 14:50
وروستی سمون: 2024-09-04 16:46
ولادیوستوک، روسیه – د سپتمبر 3، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د روسیې په ملاتړ نړیوال نهم ختیځ اقتصادي فورمEEF د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد په ولادیوستوک ښار کې پیل شو، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې لرې ختیځ ته د نویو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره په ګډه کار کولو” موضوع باندې تمرکز ولري.
یاد فورم اوس مهال د ختیځ فدرالي پوهنتون په کیمپس کې دوام لري، چې د روسیې په ختیځ کې تر ټولو لوی ښار کې موقعیت لري.
په پام کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن د پنجشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې ګډون ولري، ویل کېږي نوموړی به یوه مهمه او کلیدي وینا هم وکړي.
ښاغلي پوتين فورم ته د مبارکۍ په يوه ليک کې ویلي، چې روسیه د آسیا آرام سمندر په سیمه کې له ټولو ښکېلو شریکانو سره خبرو اترو ته چمتو ده او هوډ لري چې په فعاله توګه ورسره اړیکه ونیسي.
د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د فورم په اجنډا کې په بدلېدونکې نړۍ کې د نړیوالې همکارۍ په اړه بحثونه، نړیوال اقتصادي او مالي وضعیت او د سیمه ییزو سازمانونو له استازو سره لیدنې کتنې شاملې دي. دا په بېلابېلو صنعتونو کې د سوداګریز اتصال او د پروژو ترویج لپاره مسلکي کنفرانسونه او بېلابېلې پېښې هم وړاندې کوي.
په دې وروستیو کلونو کې د روسیې حکومت د ختیځ د پراختیا ستراتیژۍ په کلکه پلې کړې ده او دغه راز یې د اسيا او ارام سمندر سيمې سره د اړيکو د ټينګولو په موخه له ۲۰۱۵ کال راهيسې هر کال په ختيځ کې د دغه نړیوال ختیځ اقتصادي فورم کوربه توب هم کړی دی.