چین-د غنمو حاصلات/سینکیانګ
ایډي: 8392994
نېټه: د اګست له وروستیو څخه تر سپتمبر 2024 پورې
ځای: شينجيانګ
موده: ۵۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-03 04:10
وروستی سمون: 2024-09-03 04:14 د چین شمال لویدیز – د اګست له وروستیو څخه تر سپتمبر 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ ماشینونه چې په ساحو کې په فعالیت بوخت دي
بشپړ خبر
د چین د شینجیانګ په ژاوسو ولایت کې د ۳۳۸۰۰ هکتاره ځمکې د غنمو د کرلو لپاره د عصري کرنیزو ماشینونو څخه کار اخيستل کېږي. ویل کېږي دغه سیمه چې د چین د غلو دانو د تولید له مهمو سیمو څخه ګڼل کېږي، د دې پرمختللو ټېکنالوژیو په مرسته یې د کښت تولید په مؤثره توګه زیات شوی دی.
په ژاوسو ولایت کې غنم د شينجيانګ د نورو سيمو په پرتله وروسته پخېږي، ځکه چې دا سيمه غرنۍ ده، لوړه ارتفاع لري او د تودوخې درجه یې نسبتاً نورو سیمو ته يخه بلل شوې ده.
ځایي کروندګر او د کرنې ډلې په یاده سیمه کې اوس د عصري کرنیزو ماشینونو څخه کار اخلي کوم چې په یو وخت کې د رېبلو او لاریو بارولو چارې ترسره کوي. هر ماشین کولی شي هره ورځ شاوخوا ۳۳ هکتاره غنم راټول کړي، تمه کېږي چې ټول حاصل به د سپتمبر په نیمایي کې پای ته ورسېږي.
په ژاوسو ولایت کې د کروندګرو د یوې ډلې مشر چان جیانتاو وویل، موږ لا دمخه شاوخوا ۱۳۳ هکتاره غنم راټول کړي دي چې ښه وده کوي. موږ تمه لرو چې په هر هکتار کې شاوخوا ۶۷۵۰ کیلو ګرامه غنم ترلاسه کړو.
د یادونې وړ ده چې د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په مياشت کې د شينجيانګ په هووچينګ سیمه کې چې د ۳۳.۳ هکتاره غنمو په ساحه کې په هر هکتار کې ۱۱۹۳۷ کيلو ګرامه ژمني غنمو ريکارډ حاصل تر لاسه شوی و.