چین-یوګانډا/ مرستيالانو
ایډي: 8392935
نېټه: د سپتمبر 2، 2024
ځای: بېجینګ
موده: یوه دقیقه او شپږ پنځوس ثانيې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-02 06:08
وروستی سمون: 2024-09-02 06:14
چین بېجینګ، – د سپتمبر 2، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين مرستیال ولسمشر هان ژينګ د دوشنبې په ورځ د يوګانډا له مرستيالې جيسيکا الوپو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې اترې کړې دي. نوموړې د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد تللې.
د یادو خبرو پر مهال هان ژينګ ویلي، چين چمتو دی چې له يوګانډا سره په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ د پیاوړتیا، پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې راتلونکې د لوړې کچې ټولنې په جوړولو کې لا زياتې مرستې وکړي.
نوموړی د چين او يوګانډا د اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره درې وړانديزونه هم وړاندې کړل لومړی په پرله پسې توګه د باور پیاوړتیا او د متقابلو اړیکو زیاتوالی، دویم پر متقابلو ګټو او ګډ پرمختګ تمرکز او درېیم د سولې او عدالت ساتلو لپاره ګډ کار کولو ته دوام ورکول یاد شوي دي.
په ورته مهال د يوګانډا مرستيالې جيسيکا الوپو هم یادونه وکړه، چې هيله لري يوګانډا او چين د پوهنې، کرنې، ټېکنالوژۍ، د اقليمي بدلون او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخو کې په ګډه پرمختګ او په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ نوې پايلې تر لاسه کړي.