ایران-رئیسي/هلیکوپټر غورځېدل/راپور
ایډي: 8392857
نېټه: د سپتمبر 1، 2024
ځای: ایران
موده: ۵۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-02 03:00
وروستی سمون: 2024-09-02 05:28
تهران، ایران – نېټه معلومه نه ده (CCTV)
بشپړ خبر
د ایران دولتي تلویزیون د یکشنبې په ورځ د وروستيو څېړنو د راپور په حواله ویلي چې د مې په میاشت کې د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رئیسي د چورلکې د غورځېدو پېښه د خراب موسم او هوا له امله رامنځته شوې وه.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دغه راپور په خپرولو سره ویلي چې د چورلکې تخنیکي، انجینري او الیکترونیکي برخې په پوره دقت سره ارزول شوې. په دې راپور کې موندنې ښیي چې ټولې پروسې او اقدامات د ټاکل شوو معیارونو او مقرراتو په اساس، هم د الوتنې مخکې او هم د الوتنې پر مهال په سمه توګه ترسره شوې وې.
په خپاره شوي راپور کې دا هم راغلي چې دغه حادثه د الوتنې مسیر، ناسمې لارښوونې، یا بهرني مداخلې له کبله نه وه او نه هم پيلوټ د الوتنې پر مهال د اضطراري حالت راپور ورکړی. سربېره پردې د عدلي طب معایناتو هم هېڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې د بد نیتۍ یا برید څرګندونه وکړي.
یادو پلټنو د پېښې اصلي لامل د پسرلي په جریان کې د سیمې پېچلی اقلیم او د اتموسفیر شرایط یاد کړي کوم چې د ورېځې د ګرد جوړېدو لامل شو او په پایله کې د غره سره د ټکر کېدو پېښه رامنځته شوه.
د یادونې وړ ده چې رئیسي او د هغه ډله چې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم پکې شامل و، د روان ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه د ختیځ اذربایجان ولایت په غرونو کې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شول.