ایډي: 8392711
نېټه: اګست 31/30-31، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او ۳۴ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-01 19:16
وروستی سمون: 2024-09-01 19:20
ویډیویي صحنې
د موهن ښارګوټی، مینګلا کاونټي، شیشوانګ بننا دای، یون نان ولایت، سوېل لوېدیځ چین – د اګست 30-31، 2024 (CCTV)
- د موهن د اورګاډي سټیشن هوايي غږونه
- د مسافر وړونکي اورګاډي بېلابېل ډولونه، دننه کېږي
- مختلف مسافرین چې په پلیټ فارم کې ګرځي، لاندې ښکته ځي، ایسکلیټرونه اخلي
- د کډوالۍ د تفتیش په پوستو کې مختلف مسافرین په لیکو کې
- غږ(تای) لالون کناپت
- د کډوالۍ د تفتیش په پوستو کې مختلف مسافرین په لیکو کې
- غږ (چینایي) یو نان، د سفر لارښود، د چین نړیوال سفر خدمت:
- د کډوالۍ د تفتیش په پوستو کې په لیکو کې د مسافرینو تګ راتګ.
بشپړ خبر
د روانې اونۍ راهیسې د چین په سوېل لوېدیځ یو نان ولایت کې د موهان بندر په تېرو شپږو میاشتو کې له ۱۶,۰۰۰ زیات تایلندي مسافرین راجستر کړي دي، چې دا بهیر د دواړو هېوادونو په هوکړې سره د مارچ له لومړۍ نېټې پیل شوی دی.
د موهان ستیشن ادارې د معلوماتو له مخې، چې دا د چین او لاوس تر منځ تر ټولو لویه ځمکنۍ دروازه او له یو نان څخه چین ته د تایلندي سیلانیانو لپاره تر ټولو لویه لار ده چې په دغو تایلندي سیلانیانو کې ۵۴ سلنه بې ویزې دننه شوي دي.
د درېیم هېواد مسافرینو په منځ کې چې دغه بندر ته ننوځي او وځي، تایلندي مسافرین له ۷۴ سلنه څخه زیات دي.
د روان کال د جولای په ۱۹ نېټه، د لاوس-تایلند د سرحدي مسافرینو رېل پټلۍ هم فعالیت پیل کړ.
چین ته دننه کېدونکي مسافرین کولی شي د ټرین په واسطه له بنکاک څخه د لاوس پلازمینې ته سفر وکړي، او بیا له هغه ځایه په چین-لاوس ریل کې چین ته ځي.
له چین څخه وتونکي مسافرین کولی شي لومړی لاوس ته لاړ شي، بیا تایلند ته، او بیا مالیزیا، سینګاپور او نورو سوېل ختیځو اسیايي هېوادونو ته لاړ شي.
دا ډول اسانتیاوې د موهان ریل بندر کې په ننوتلو او وتلو کې د پام وړ زیاتوالی راوړی دی.
تایلندي سیلاني لالون کنناپات وویل:
“زه څو ځله چین ته د سیاحت لپاره راغلی یم، له ۲۰ ځله زیات، اوس چین ته ننوتل او وتل ډېر اسانه شوي دي. زه چین ډېر خوښوم. چین ښکلی دی، د چین خلک ډېر دوستانه دي، او د چین پولیس هم ښه دي. چین او تایلند داسې دي لکه یوه کورنۍ”
د موهان سرحدي تفتیش سټیشن د شمېرو له مخې، د جولای له ۱۹ څخه د اګست تر ۳۱ پورې، د موهان ریل بندر کې له ۱۴۰۰ څخه زیات تایلندي مسافرینو تګ راتګ کړی دی، چې د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي، او ۵۶ سلنه یې بې ویزې تایلندي مسافرین دي.
د صنعت کارپوهانو په وینا، د چین او ګاونډیو هېوادونو له خوا د بې ویزې تګلارې به د سیاحت بازار ته قوي وده ورکړي.
د چین د نړیوال سفري او سیاحتي خدمت لارښود یو نان وویل:
“څرنګه چې د چین د سیاحت بازار په زیاتېدو دی، او د چین او تایلند ترمنځ د متقابلو ویزو د معافیت او د چینايي سیلانیانو لپاره د لاوس د بې ویزې سیاست په څېر سیاستونه هم شامل دي، زه باور لرم چې د کونمینگ-بنکاک لارې او د دغې لارې په اوږدو کې سیاحت به نور هم مشهور شي”.