دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

ملګري ملتونه په غزه کې د پولیو واکسین کمپاین پیلوي

STR NEWS by STR NEWS
اگست 31, 2024
4 0
0
ملګري ملتونه په غزه کې د پولیو واکسین کمپاین پیلوي
5
SHARES
21
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8392413.webm

د روغتیا نړیوال سازمان /د پولیو واکسین/غزه

ای‌ډي: 8392413

نېټه: د اګست 28-29، 2024/

ځای: بېلابېل

موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: ویډيويي صحنې وګورئ

خپور شوی: 2024-08-30 00:28

وروستی سمون: 2024-08-30 02:10

ویډيويي صحنې

د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه معلومه نه ده (UNTV)

۱- د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ودانۍ

۲- د ملګرو ملتونو بیرغ

بشپړ خبر

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ملګري ملتونه به د سپټمبر په لومړۍ نېټه په غزه کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل او حماس د واکسین د ترسره کېدو په موقتي اوربند موافقه وکړه.

د فلسطین د اشغال شوې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریک پیپرکورن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر په یوه خبري کنفرانس کې د ویډیو لینک له لارې تایید کړه چې د واکسین کمپاین به د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل شي.

نوموړي ویلي، موافقه شوې چې د واکسین کمپاین به په دریو پړاوونو کې ترسره شي، هر یو به درې ورځې دوام وکړي چې دا به د سپتمبر په لومړۍ نېټه په مرکزي غزه کې پیل شي، ورپسې جنوبي غزې ته او په پای کې شمالي غزې ته ورسي.

پیپرکورن زیاته کړې، چې په دې هم موافقه وشوه چې د واکسین د کمپاین په ورځو کې به د اسراییلو له لوري فلسطینانو ته د وتلو امر نه کېږي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دې وروستیو کې په غزه کې د پولیو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی، چې په وینا یې په غزه کې اوس ماشومانو ته جدي ګواښ دی، ګوترېش ویلي چې ملګري ملتونه به په غزه کې ۶۴۰۰۰۰ ماشومانو ته چې عمرونه یې د ۱۰ کلونو څخه کم وي د واکسین کولو دوه پړاوه کمپاین پیل کړي چې د پولیو واکسین ۱.۶ میلیون ډوزونه وکارول شي، چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا تصویب شوي دي.

پولیومیلایټس چې عموماً د پولیو په نوم پېژندل کېږي، یوه حاد انتاني ناروغي ده چې د پولیو ویروس له امله رامنځته کېږي، چې په عمده توګه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان ژر اغېزمن کوي. دغه ویروس کولی شي په سختو قضیو کې د فلج یا مړینې لامل هم شي چې هېڅ درملنه یې نشته، خو واکسین یې د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه او خورا ارزانه لار ده.

د یادونې وړ ده چې د جولای په میاشت کې د غزې په تړانګه کې د پولیو ویروس وموندل شو. د غزې تړانګې روغتیایي چارواکو  د تېرې دوشنبې په ورځ  د فلسطین په ټولو سیمو کې د پولیو د ناروغي د خپریدو  خبر ورکړ.دوی د روغتیا ساتنې او طبي سیسټمونو ته د زیان رسولو لپاره د اسراییل نظامي عملیات تورن کړل چې د ویروس په خپرېدو کې یې مرسته کړې ده.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري
وروستی خبرونه

هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

مارچ 9, 2026
مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي
وروستی خبرونه

مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

مارچ 9, 2026
کرکټ؛ هند د شل اوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستی خبرونه

کرکټ؛ هند د شل اوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved