د چین نړیوال تجارت / جولای
ایډي: 8392510
نېټه: د اګست 30، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او ۳۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-30 10:24
وروستی سمون: 2024-08-30 18:34
ویډیويي صحنې
بېجینګ، چین – د اګست 30، 2024 (CCTV)
۱- د بهرنیو اسعارو د ریاست ادارې (SAFE) لخوا خپاره شوي معلوماتو سکرین شاټ
بشپړ خبر
د رسمي شمېرو له مخې چې د جمعې په ورځ خپرې شوې پکې راغلي، د ٢٠۲۴ کال د جولای په مياشت کې د توکو او خدمتونو په برخه کې د چين د نړيوالې سوداګرۍ ارزښت څه باندې٤.٢٤ ټریلیونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ١٢ سلنه زياتوالی ښيي.
د بهرنیو اسعارو دولتي ادارې (SAFE)ویلي، چې د روان ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې چین د ۳۱۷.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي او خدمات صادر کړي او دغه راز یې د ۲۷۶.۴میلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، چین د روان کال د سوداګرۍ زیاتوالی نږدې ۴۱.۱ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې یو نوی میاشتنی ریکارډ جوړوي.