پکتیکا کې د یوې موسسې له لوري د دغه ولایت شاوخوا ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره د خیاطي اړوند توکو مرسته کړې. د پکتیکا مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر چتر لاندې د یوې موسسې له لوري پر ۱۰۰ بېوزلو کورنیو د خياطي کېټونه وېشل شوې دي. خبرپاڼه کې ويل شوي چې هرې کورنۍ ته ورکړل شوي کېټ کې د لمريزې برښنا دړه، د خياطۍ ماشين، ګازي ډبې او بېلابې پنځلس قلمه توکي شامل دي او د هرې کورنی کيټ ۱۶ زره افغانۍ ارزښت لري. خبرپاڼه کې د يادې موسسې د مسوولانو له قوله ليکل شوي چې په دغه مرستې سره به د ياد شمېر کورنيو اقتصادي وضیعت ښه شي او خپل ځان ته به پرې د کار زمينه برابره کړي.