دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

بېجینګ: د چین د اقتصادي او تخنیکي پرمختګ مخه ډب کول هېچا ته ګټه نه رسوي

STR NEWS by STR NEWS
اگست 30, 2024
4 0
0
بېجینګ: د چین د اقتصادي او تخنیکي پرمختګ مخه ډب کول هېچا ته ګټه نه رسوي
7
SHARES
25
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8392362.webm

چین-امریکا/تجارتي اړیکې

ای‍‌ډي: 8392362

نېټه: د اګست 29، 2024 / فایل

ځای: چین

موده: یوه دقیقه او څلورویشت ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 29-08-2024 22:32

وروستی سمون: 2024-08-29 22:36

 بېجینګ – د سپتمبر 19، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

یوه چینايي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د چین د اقتصاد او ټېکنالوژۍ د پرمختګ د مخنیوي لپاره به د امریکا هڅې بریالۍ نه شي، او په دې کار سره به امریکا خپل ځان او نورو ته زیان ورسوي.

دا څرګندونې د شمالي امريکا او سمندري چارو د بهرنيو چارو وزارت عمومي مشر يانګ تاو د پنجشنبې په ماښام چين ته د امريکا د ملي امنيت د سلاکار جک سلېوان د سفر په اړه رسنيو ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وکړې.

يانګ د اقتصاد، سوداګرۍ او ټېکنالوژۍ مسايلو د پوښتنو په اړه وویل، چې د متحده ايالاتو تش په نامه (د لوړو دېوالونو  سره د کوچني انګړ) د جوړولو تګلاره نه یوازې پراخه شوې بلکې محدوده شوې هم ده.

نوموړي د خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د ملي امنیت اصطلاح اوس د ډېری چارو توجیه کولو لپاره کارول کېږي، او د “د لوړ او اوښتي ظرفیت” ادعاګانې یوازې د خپل محافظت لپاره پلمې دي. د ده په خبره دغه مسئلې د چين په اړه د امريکا د غلط فهمۍ او د بشپړ امنيت او ګټې لپاره د هغې لېوالتيا څرګندوي.

هغه يادونه وکړه چې امريکا بايد په دې پوه شي چې چين د تل لپاره د صنعت په ښکته برخه کې نه شي پاتې کېدای. چين د دې توان، اړتيا او حق لري چې د صنعت لوړو پوړیو ته ورسي.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې متحده ايالات بايد په دې هم پوه شي، چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د دواړو خواوو په ګټه دي او په دغو برخو کې د چین د پرمختګ د مخنیوي هڅه به د امریکا په ګډون ټولو ته زیان ورسوي او بريالۍ به نه شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د چين د لوړ پوړي چارواکي وانګ يي په بلنه د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سلېوان د اګست میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د نويو ستراتيژيکو خبرو اترو لپاره له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. چې دا په تېرو اتو کلونو کې چین ته د امریکا د ملي امنیت د سلاکار لومړی سفر دی او د هغه د دورې په موده کې د سلېوان لومړی  سفر بلل شوی دی.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري
وروستی خبرونه

هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

مارچ 9, 2026
مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي
وروستی خبرونه

مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

مارچ 9, 2026
کرکټ؛ هند د شل اوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستی خبرونه

کرکټ؛ هند د شل اوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved