المان ۲۸ تنه افغان کډوال چې دغه هېواد کې په بېلابېلو جرمونو تورن و کابل ته لېږدولي دي. شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د افغان کډوالو لومړۍ ډله نن سهار شپږ بجې د المان له لیپزیګ ښاره د قطر نړۍوال هوایي شرکت اړوند په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته لېږدول شوې او ټاکل شوې راتلونکو څو ساعتونو کې کابل هوايي ډګر ته راورسیږي. شپیګل د المان د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، هر یوه دغه کډوال ته تر الوتنې وړاندې ۱۰۰۰ یورو ورکړ شوې دي.