په غزه کې د اوربند مختلفې خبرې/پرمختګ
ای ډي: 8392173
نیټه: اګست 28/25/11، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: یوه دقیقه او نهه پنځوس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 28-08-2024 04:57
وروستی سمون: 2024-08-28 06:33
ویډيويي صحنې
دوحه قطر – نیټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د قطر ملي بیرغ
۲ـ ترافیک
بشپړ خبر
ځینو متعبرو سرچینو د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي، په غزه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه خبرې اترې د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې بیا پیل شوې.
سرچينې زياته کړې، چې د قطر، مصر، امريکا او اسراييلو څلورو کاري ډلو په غزه کې د اوربند او د يرغملو د تبادلې پر سر “تخنيکي” خبرې اترې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې اسراییل او حماس د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د خبرو اترو څو پړاوونه ترسره کړي دي خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده تر لاسه کړې.
د اوربند د خبرو اترو نوی پړاو د روانې اګست میاشتې په ۱۵ مه نېټه په دوحه کې پیل شو، خو له یوې ورځې دوام وروسته بېرته له ځنډ او خنډ سره مخ شو.
خو یادې خبرې د روانې اونۍ په پیل کې د مصر په پلازمېنه قاهره کې بیا پیل شوې وې.