د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/غزه
ایډي: 8391988
نېټه: د اګست 27، 2024
ځای: چین
موده: ۴۵ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-08-2024 01:34
وروستی سمون: 27-08-2024 04:56
ویډيويي صحنې
چین بېجینګ – د اګست 27، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ شمېر مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي
۲ـ ګڼ شمېر خبریالان
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جیان پرون سې شنبه د غزې د روان کړکېچ په تړاو يوې خبري ناستې ته ویلي، چې چین د هر هغه اقدام سره چې ملکي وګړو ته زیان رسوي مخالفت کوي.
لین د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسراييلي بريدونو په ترڅ کې د یو شمېر خبريالانو د ټپي کېدو په اړه د رسنيو يوې پوښتنې ته په خطاب کې د چين دريځ يو ځل بيا تکرار کړ او په ټينګه يې د اوربند غوښتنه وکړه.
نوموړي دغه راز ویلي، چې چین په پرله پسې توګه پر خپل دريځ ولاړ دی، د ټولو هغو کړنو مخالفت کوي چې ملکي وګړو ته زيان رسوي او د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی غندي. چین له اړوندو خواوو څخه په کلکه غواړي چې اوربند وکړي، تاوتريخوالی پای ته ورسوي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي.