ایران-قطر/غزه
ایډي: 8391910
نېټه: د اګست 26، 2024
ځای: ایران
موده: یوه دقیقه او یوه ثانیه
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-26 20:36
وروستی سمون: 2024-08-26 20:49
ویډيويي صحنې
تهران، ایران – اګست 26، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره د لیدنې او کتنې پر مهال
۲ـ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له شیخ محمد سره د روغبړ کولو پر مهال
بشپړ خبر
قطر او ایران د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه تهران کې د اوربند له خبرو وروسته په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو د مخنیوي او د سیمه ییز ثبات د تامین لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
د دوشنبې په ورځ د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني ایران ته سفر وکړ او هلته یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره وکتل.
د یادې کتنې پر مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په غزه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د قطر له هڅو مننه وکړه او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو پر وړاندې متحد شي.
په ورته مهال د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني ویلي، چې هېواد به یې په غزه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هیله یې څرګنده کړه چې ایران به په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
شیخ محمد دغه راز زیاته کړې، چې په غزه کې د اوربند په اړه ډیپلوماټیکې خبرې اترې به په سیمه کې د ثبات او امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي.
بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له شیخ محمد سره په لیدنه کې ویلي، چې ایران به د حماس د هر ډول موافقې هرکلی وکړي.