ای ډي: 8391825
نیټه: د اګست 25، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-08-2024 02:14
وروستی سمون: 2024-08-26 02:31
د چین سویل لویدیز – د اګست 25 ، 2024 (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د لمر ویډيويي صحنې، ورېځې
۲ـ ترافیک، پیاده تګ
بشپړ خبر
په چین کې د سانفو په نامه د تودوخې څلویښت ورځنۍ څپې له پای ته رسیدو سره سره ددغه هیواد په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه لا هم تر ۴۰ سانتي ګراد پورې رسیږي.
د سانفو په نامه دغه څلویښت ورځنۍ دوره چې معمولا د جولای میاشتې څخه تر اګست میاشتې دوام کوي، د چینايي خلکو لپاره د کال تر ټولو ګرم وخت بلل کیږي. دغه ګرمه څپه سږکال د تیرې جمعې په ورځ پای ته ورسیده، خو لاهم سخته تودوخه دوام لري.
د چین د سویل لویدیځ چونګ چینګ ښاروالۍ د هوا پېژندنې ځايي ادارې د دوشنبې په ورځ په دغه هیواد کې د تودوخې د لوړېدو خبرداری ورکړ، داسې انګیرل کیږي چې دا د هیواد د خبرداري سیسټم تر ټولو لوړه کچه ده.
د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې، پرون دوشنبه د هیواد ۳۶ ولسوالیو او سیمو د ۱۲ بجو څخه تر ۸ بجو پورې له ۴۰ درجو څخه پورته تودوخه تجربه کړه.
یادې ادارې دغه راز ویلي، چې د جنوبي چین د ګوانګ شي ژوانګ په کوراکه سیمه کې به تر چهارشنبې پورې شدیده تودوخه د سیمې ډیری برخې وسوځوي او د تودوخې لوړه درجه به ۳۸ سانتي ګراد ته ورسیږي