په غزه کې د اوربند مختلفې خبرې / تعطیل
ایډي: 8391199
نېټه: اګست 21/1/27 جولای 2024/
ځای: اسراییل؛ متحده ایالات؛ قطر؛ مصر؛
موده: یوه دقیقه او دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 22-08-2024 18:33
وروستی سمون: 2024-08-22 18:37
فایل: اسراییل – د نومبر 1، 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د اسراییلو د پارلمان ویډيویي صحنې
اسراییل تل ابیب، اپریل 7-8، 2019 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په غزه کې د اوربند د تړون او یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په موخه خبرې اترې په ټپه درېدلې دي. یو لړ خبري سرچینې وايي چې د امریکا وړاندیز اوس مهال د اسراییلو د مهمو غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی او اسراییلي لوري یاد وړاندیز له پامه غورځولی دی.
د چهارشنبې په ورځ اسراییلي رسنیو د ځينو سرچینو په حواله راپور ورکړ، تر هغه چې امریکا پر اسراییلو فشار زیات نه کړي، د مصر په پلازمېنه قاهره کې د اوربند د خبرو راتلونکی پړاو به احتمالاً بې ګټې وي.
هیلې او امېدونه هغه مهال زیات شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته وویل چې اسراییلو د امریکا په ملاتړ نوی وړاندیز منلی دی.
خو له هغه وروسته د اسراییلو یوې ورځپاڼې په یوه راپور کې د نامعلومو سرچینو په حواله وویل چې بلېنکن د دې ادعاوو په کولو سره یوه جدي تېروتنه کړې چې اوس یادې تېروتنې وړاندیز شوې معامله له ستونزو سره مخ کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسراییلو، متحده ایالاتو، قطر او مصر مرکچي پلاوي د تېرې پنجشنبې په ورځ په دوحه کې د اوربند د موافقې په اړه د خبرو اترو وروستي پړاو لپاره سره وکتل. خو حماس یادې غونډې ته خپل استازي نه و لېږلي. دا خبرې اترې وځنډول شوې خو ټاکل شوې چې روانه اونۍ بیا پیل شي.
له یادې ترسره شوې غونډې دوه ورځې وروسته حماس په یوه بیان کې د منځګړیتوب په وړاندیز اسراییلو ته د یوه امتیاز ورکولو په توګه انتقاد وکړ او ادعا یې وکړه چې دا وړاندیز یوازې د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو غوښتنې پوره کوي.