د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا /پاراګوای
ایډي: 8391288
نېټه: د اګست 22، 2024
ځای: بېجینګ
موده: یوه دقیقه او یوه ثانیه
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-22 20:49
وروستی سمون: 2024-08-22 23:34
بشپړ خبر
د پنجشنبې په ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ په پلازمېنه بېجينګ کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې بېجینګ هيله لري څو د پاراګوای حکومت به د تاريخ د سم لوري ملاتړ او سمې پرېکړې وکړي.
ماو دا څرګندونې له تایوان سره د پاراګوای د ډیپلوماتیکو اړیکو سربېره له چین سره د سوداګریزو معاملو د تعقیب په اړه د پاراګوای د ولسمشر سانتیاګو پینا د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
نوموړې د خپلو څرګندونو پر مهال زیاته کړې، چې د چين او پاراګوای ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو په اړه چين په پرله پسې توګه خپل دريځ څرګند کړی، هغې دغه راز ویلي چې موږ هيله لرو چې د پاراګوای حکومت او مشران به د تاريخ د تمايل او د خپلو خلکو د ارمانونو په رڼا کې د تاريخ په سم لوري دریځ غوره کړي. او د نړيوالې ټولنې په اکثریت سره به د خپل هېواد د بنسټيزو او اوږدمهالو ګټو په اړه سمې پرېکړې وکړي. چين له مرکوسور او لاتينې امريکا سره اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ته ارزښت ورکوي او باور لري چې په ګډو هڅو سره به دغه همکارۍ مثبت پرمختګ وکړي او د پاراګوای لپاره هم اړینه ده چې په دې برخه کې رغنده پرېکړه وکړي.