د متحده ایالاتو – دیموکراتیک ملي کنوانسیون / لاریون کوونکي
ایډي: 8391106
نېټه: د اګست 20، 2024
ځای: متحده ایالات
موده: ۵۶ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-08-2024 02:50
وروستی سمون: 21-08-2024 06:13
ویډيويي صحنې
متحده ایالات -شیکاګو، – اګست 19، 2024 (CCTV)
۱ـ د ډیموکراټیک ملي کنوانسیون د ځای بهر د فلسطین پلوه لاریون کوونکي
بشپړ خبر
د دوشنبې په ورځ د امریکا په شیکاګو ښار کې د ډیموکراټانو د ملي کنوانسیون مخې ته په زرګونه فلسطین پلوه لاریون کوونکي راغونډ شوي وو، دوی د امریکا حکومت په غزه کې د نسل وژنې په تمویل تورن کړ او د امریکا په پالیسۍ کې یې د ستر بدلون غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکو د متحده ایالاتو مرکز ته نږدې په یوه پارک کې چېرې چې د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون ترسره کېده راټول شوي وو.
یوه لاریون کوونکي وویل، په داسې حال کې چې د ځینو خلکو نظرونه ممکن توپیر ولري خو زه په شخصي توګه په دې نظر یم چې موږ رښتیني سیستماتیک بدلون ته اړتیا لرو. زه په ځانګړې توګه د کاملا حارېس په اړه اندېښمن یم چې د فلسطین په اړه یې تر اوسه کومه مهمه اندېښنه نه ده څرګنده کړې، داسې ښکاري چې هغه به د بایډن ورته پالیسیو ته دوام ورکړي. او دا هغه څه نه دي چې موږ یې غواړو موږ د نسل وژنې د پای غوښتنه کوو.
يوه بل لاريون کوونکي وويل، چې دواړه ګوندونه په ګډه سره د اسراييلو تمويل او ملاتړ کوي، زه باور لرم چې ځينې خلک به هغې ته رايه ورنه کړي، تر هغه څو چې نوموړې په دې پاليسۍ کې په ښکاره ډول خپل دريځ بدل نه کړي.
د احتمالي ناکرارۍ د مخنیوي لپاره تنظیم کوونکو د شیکاګو ښار حکومت د ریاست او ښار پولیسو او څارګرو سره په ګډه د بلوا جال ځای په ځای کړ. یاد اقدام د ۱۹۶۸ کال د دیموکراتیک کنوانسیون د تکرار څخه د مخنیوي لپاره اخیستل شوی و، چېرې چې د جګړې ضد لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل او د ډیموکراتیک نوماند له لاسه ورکولو سره یې مرسته وکړه.
د ویلو وړ ده چې په شیکاګو ښار کې د ګوند د ملي کنوانسیون لپاره نږدې څلور زره دیموکراتیک استازي راټول شوي وو.