د اذربایجان-برېکس غړیتوب
ایډي: 8391097
نېټه: د اګست 20، 2024
ځای: اذربایجان
موده: ۴۳ ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-08-2024 20:45
وروستی سمون: 2024-08-21 22:39
ویډيويي صحنې
اذربایجان باکو – اکتوبر 1، 2020 (CGTN) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د اذربایجان ملي بیرغ، پیاده رو
۲ـ د پیاده لارو ویډیويي صحنې
بشپړ خبر
دوه ورځې وړاندې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په رسمي توګه یې د برېکس هېوادونو سازمان کې د غړیتوب لپاره غوښتنه کړې.
دا وړاندیز د روان کال د جولای میاشتې په لومړیو کې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د اذربایجان د لېوالتیا له څرګندولو وروسته کېږي. هغه مهال د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې د اذربايجان او چين ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه یوه ګډه اعلاميه لاسليک شوه چې يوه برخه يې په برېکس هېوادونو کې د اذربايجان د يو ځای کېدو نيت په ګوته کوي. چین د اذربایجان غوښتنلیک تایید کړی او ژمنه یې کړې چې په دې ډله کې به د هغه د ننوتلو ملاتړ وکړي.
برېکس په لومړیو کې د پنځو لویو مخ پر ودې اقتصادي هېوادونو څخه جوړه ډله وه چې د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې شپږ نور هېوادونه ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عربستان او متحده عربي امارات په رسمي توګه د برېکس سره یو ځای شول. چې غړیتوب یې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نافذ شوی دی.