روسیه-چین/غونډه
ایډي: 8391017
نېټه: د اګست 20، 2024
ځای: روسیه
موده:۳۱ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-20 07:46
وروستی سمون: 2024-08-20 07:50
ویډیويي صحنې
روسیه مسکو، – د اګست 20، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين مرستيال لومړي وزیر هه لي فېنګ د سې شنبې په ورځ په مسکو کې له خپل سیال ديميتري چرنيشينکو سره په ګډه د چين او روسيې د حکومتونو د مشرانو ترمنځ د منظمو غونډو لپاره د یوې کمېټې د ۲۸مې ناستې مشري وکړه.
هه لي فېنګ د خپلې وینا پر مهال ویلي، چې د چین او روسیې تر منځ همکارۍ ډېرې پیاوړې او له انرژۍ ډکې دي د هغه په خبره دواړه خواوې بايد د عملي همکارۍ د پياوړتيا په برخه کې لا زياتې لاسته راوړنې ولري.
د یادې غونډې په جریان کې د روسیې د لومړی وزیر مرستیال چيرنيشينکو وويل، روسيه غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د نويو لوړو ژورو د پراختيا لپاره ګډ کار وکړي.