د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8391032
نېټه: اګست 10/11/12، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او اته څلوېښت ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-08-2024 12:29
وروستی سمون: 21-08-2024 15:35
ویډيويي صحنې
د غزې تړانګه د غزې ښار، – د اګست 10، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
حماس د سې شنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د غزې ښار په یوه ښوونځي باندې د اسراییلو تاز برید کې چې بې ځایه شوي پکې مېشت وو لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
خو د اسراییلو دفاعي ځواکونو( IDF)ویلي چې د دوی د هوايي برید موخه د حماس د کنټرول مرکز و چې په یاد ښوونځي کې پټ و.
له دې ادعا سره هممهاله حماس په یوه بله خبرپاڼه کې وویل، چې اسرايیلي پوځ د المال په ګاونډ کې د مصطفی حفیظ په نوم ښوونځی په نښه کړی چې سلګونه بې ځایه شویو کورنیو پکې پناه اخیستې وه.
په ورته مهال د غزې روغتیایي چارواکو ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرايیلي پوځیانو په بریدونو کې ۳۴ تنه فلسطینانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
حماس ویلي، چې دا بریدونه به نه وای ترسره شوي که چېرې امریکا د اسراییلو سیاسي او نظامي ملاتړ نه وی کړی.
حماس پر اسراییلي رژیم د فلسطینیانو د تلفاتو د زیاتوالي پړه پر امریکا واچوله او په امریکا یې د دغو پوځي اقداماتو د ملاتړ له امله نیوکه هم وکړه.
په ورته مهال په غزه کې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د سه شنبې په ورځ هم د غزې په ښار کې پر یوه خالي هوټل برید کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
همداشان د سه شنبې په ورځ اسراییلو په یوه بیان کې په غزه کې د نورو پوځي عملیاتو د دوام ژمنه وکړه دوی په جنوبي رفح ښار کې د خپلو ځواکونو په روانو بریدونو کې د ۴۰ تنو فلسطينيانو د وژلو خبر ورکړی دغه راز اسرايیلی پوځ د غزې تړانګې په مرکزي سیمو کې هم د څو تنه وسله والو د وژلو راپورونه ورکړي دي.
اسراییل د غزې په تړانګه کې د حماس پر ضد په پراخه پیمانه بریدونه پیل کړي څو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې د اوومې نېټې د سویلي اسراییل پولې له لارې د حماس د پاڅون په وړاندې د برید غچ واخلي.