د کندهار ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې پرون د روسيې د بشري مرستو شپږمه جوپه د کندهار احمدشاه بابا هوايي ډګر ته را رسېدلې ده. د مالوماتو له مخې په دغو مرستو کې ۲۵ ټنه لومړني خوراکي توکي شامل دي. د چارواکو په خبره دا مرستې به په افغانستان کې د بېلابېلو ناورینونو له قربانیانو سره ترسره شي. دغه مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په حکم د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو وزارت د الوتکې په وسیله افغانستان ته را رسېدلې دي. دا په داسې حال کې ده، چې روسیې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې افغانستان ته د خوراکي او لومړنیو اړتیاو په ګډون ۲۱ ټنه بشري مرستې استولې دي.