چین د بهرنیو چارو وزارت /د ملګرو ملتونو استازی/میانمار
ایډي: 8391027
نېټه: د اګست 20، 2024
ځای: چین
موده: ۴۰ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-20 13:12
وروستی سمون: 2024-08-20 13:15
ویډيويي صحنې
بېجینګ – د اګست 20، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې جولي بیشپ ترمنځ لیدنې
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې جولي بيشپ سره وکتل.
وانګ يي چې په ورته مهال د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی هم دی د یادې کتنې پر مهال ویلي، چې چين د ميانمار د مسئلې په اړه د خپل حاکميت، خپلواکۍ، ملي يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې نه لاسوهنې ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړې چې د سولې د داسې پروسې ملاتړ کوي چې مشري یې پخپله میانمار کوي. هغه دغه راز د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې (اسيان) سره د چين پر ملاتړ ټينګار وکړ چې په ميانمار کې به د حالاتو د سمبالولو رهبري وکړي.
وانګ يي د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د مهم رول ستاینه وکړه او ويې ويل چې چين چمتو دی چې له اغلې بيشپ سره د هغې د دندو په ترسره کولو کې مرستې وکړي او دغه راز په میانمار کې د سیاسي روغې جوړې او دایمي سولې او ثبات د تر لاسه کولو لپاره رغنده رول ولوبوي.
د یادې لیدنې پر مهال د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې جولي بيشپ وویل، چې هغه غواړي چې د دغه هېواد مسئلې د سمې حل لارې په اړه د موافقې د تر لاسه کولو لپاره له چين او اسيان سره نږدې اړيکې او همکارۍ لا پياوړې کړي.