چین شي جین پینګ/ویتنام/د لاسلیک مراسم/تیاری
ای ډي: 8390750
نیټه: د اګست 19، 2024
ځای: چین
موده: ۱۶ ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-18 20:44
وروستی سمون: 2024-08-18 22:35
ویډیويي صحنې
بیجینګ، چین – د اګست 19، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چین او ویتنام ملي بیرغونه
بشپړ خبر
د چین ولسمشر چې په ورته مهال د دغه هیواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې مشري هم کوي د ويتنام له ولسمشر تو لام سره پرون په پلازمېنه بېجينګ کې د همکارۍ د یو لړ سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي تو لام د یکشنبې په ورځ د چین په ګوانګ ژو ښار کې له لنډې کتنې وروسته چین ته د خپل دولتي سفر د دوام لپاره بېجینګ ته ورسېد.
نوموړی د ۲۰۲۴ کال له مې میاشتې راهیسې د ویتنام د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي، د دې میاشتې په پیل کې هغه د ولسمشريزې دندې سره سره د خپل هېواد د مرکزي کمیټې د عمومي منشي په توګه هم وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې دا سفر د ویتنام د ولسمشر په توګه چین ته د هغه لومړی دولتي سفر دی.