د روسیې او اوکراین کړکېچ/تازه
ایډي: 8390872
نېټه: د اګست 19، 2024/دوتنه
ځای: روسیه
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-19 18:29
وروستی سمون: 2024-08-19 20:22
ځای نامعلوم – د اګست په 19، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د سختې جګړې او روانو نښتو وروسته روسیې پوځ د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین د یوه اورګاډي مرکز کنټرول یې ترلاسه کړی دی. خو اوکراین په همدې ورځ د روسیې دې بریدونو د دفاع خبر ورکړی دی.
بلخوا د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې له تېرې ورځې راهیسې روسي ځواکونو د اوکراین پرسونل او تجهیزاتو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، دغه راز د روسیې پوځ په دونیتسک سیمه کې د یوې لویې تصفیې او د اورګاډي یو مرکز هم نیولي دي.
دغه وزارت ویلي، چې د کرسک په لور د روسیې پوځ د اوکراین د روانو بریدونو مخه نیولې او په دې سیمه کې د روانو نښتو په پایله کې د اوکراین پوځ تر ۳۳۰ ډېر پوځیان وژل شوي او نږدې ۲۷ زغروال موټر یې هم له لاسه ورکړي دي. د وزارت په وینا چې تر اوسه پورې د کرسک سیمې د جګړې په ترڅ کې د اوکراین د ټولو پوځیانو تلفات ۳۸۰۰ ته رسېدلي دي.
په همدې ورځ د اوکراين د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان د لومړۍ کرښې په سيمو کې د ۷۸ نښتو راپور خپور کړ دغه راپور کې ویل شوي چې اوکرایني ځواکونو د خارکوف، توریتسک، پوکروفسک، سیمو په شمول د روسیې پوځ ډېری بریدونه په شا تمبولي دغه راز په دې سیمو کې اوس هم جګړې روانې دي.
په ورته مهال د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ وویل، له هغه راهیسې چې د اګست میاشتې په شپږمه نېټه د روسیې په لوېدیځ کورسک سیمه کې پوځي عملیات پیل شوي په وینا یې تر اوسه پورې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ۹۲ مېشت ځایونو کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
نوموړي پر ایکس پاڼه لیکلي، چې اوکرایني ځواکونو د روسیې شاوخوا ۱۲۵۰ کیلومتره مربع خاوره نیولې ده.
له دې سره هممهاله د مسکو د بېړنیو حالاتو د وزارت د ویاند مرستیال ارتیوم شاروف د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د وروستیو پرمختګونو له امله د کورسک سیمې له نهو سرحدي ولسوالیو څخه څه باندې ۱۲۱ زره ملکي وګړي په خوندي توګه ایستل شوي دي.
هغه دغه راز ویلي، چې یوازي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۶۵۰ کسان یا په خپله خوښه وتلي او یا هم په منظمو ډلو کې ایستل شوي دي.