په هالنډ کې د فلسطین پلوي لاریون
ایډي 8390719
نېټه: د اګست 17 جولای 22، 2024
ځای: هالنډ
موده یوه دقیقه او اولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-18 1016
وروستی سمون: 2024-08-18 1301
امستردام، – اګست 17، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د فلسطین په پلويتوب لاریونونه د پرمختګ په حال کې دي
۲ـ غږ (انګلیسي) لاریون کوونکی مارلین،
۳ـ مختلف لاریونونه د پرمختګ په حال کې دي
بشپړ خبر
د شنبې په ورځ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې ګڼ شمېر خلکو په غزه کې د اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو پر ضد پراخ لاریونونه وکړل. دوی پر حکومت نیوکه وکړه چې د اسراییلو د کړنو پر وړاندې یې تر اوسه غږ نه دی پورته کړی.
په سلګونو فلسطين پلوه لاریون کوونکي په واټونو کې د جګړې ضد بېنرونه نيولي وو او د آزاد فلسطين شعارونه يې ورکول. دوی دغه راز د هالنډ له حکومته په غزه کې د اسرایيلو د اقداماتو په وړاندې د رغنده اقدام غوښتنه کوله.
د مارلین په نوم یو لاریون کوونکی وايي، چې زه د اکتوبر میاشتې راهیسې د خپلو ماشومانو سره په ټولو لاریونونو کې برخه اخلم ځکه چې دا ټول هغه څه دي چې موږ یې کولی شو. هغه زیاتوي چې له نږدې یو کال راهیسې موږ په غزه کې د ماشومانو، میندو او پلرونو د وژل کېدو شاهدان یو، زه باور نه شم کولی هغه څه چې زه یې په خپلو سترګو وینم. هغه وايي هغه څه چې زه یې وینم ما ماتوي په حقیقت کې دا موږ ټول ماتوي نو اوس یې وخت دی چې جګړه باید نوره ودرول شي.
د رامین په نامه یو بل تن وايي، موږ باید صهیونیستي دولت ته خپل ملاتړ او د وسلو ورکول بند کړو، دا وضعیت بشریت ته یو جدي ګواښ دی او د مسولو انسانانو په توګه باید له وخته مخکې په قاطعانه توګه عمل وکړو.
د یکشنبې په ورځ په غزه کې روغتیایي چارواکو راپور ورکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له پیل راهیسې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د مړو شمېر څه باندې ۴۰ زره کسانو ته رسېدلی او په جګړه کې تر اوسه پورې څه باندې ۹۲زره کسان ټپیان شوي دي.