سه شنبه, مارچ 10, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

حماس په دوحه کې شوې خبرې یو “فرېب” وباله

STR NEWS by STR NEWS
اگست 19, 2024
4 0
0
حماس په دوحه کې شوې خبرې یو “فرېب” وباله
7
SHARES
25
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8390641.webm

د غزې د اوربند خبرې

ای‌ډي: 8390641

نېټه: د اګست 11/10

ځای: بېلابېل

موده: یوه دقیقه او دوه ویشت ثانیې

سرچینه: CCTV

محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-08-18 19:30

وروستی سمون: 2024-08-18 21:06

ویډيويي صحنې

دوحه، قطر – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د قطر ملي بیرغ

۲ـ د ودانۍ بېلابېلې صحنې، ونې

بشپړ خبر

د شنبې په ورځ، د حماس یوه جګپوړي چارواکي پر اسراییل تور ولګاوه چې د غزې د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره ترسره کېدونکو ټولو هڅو مخه نیسي.

سمیع ابو زهري په نوم دغه چارواکي په یوه خبرپاڼه کې په اسراییلو نیوکه کړې، چې د اوربند د موافقې د نهايي کولو لپاره ټولو هڅو ته خنډ جوړوي.

ابو زهري د امریکا اداره هم د اسراییل د دریځ په بشپړ ملاتړ تورنه کړه او ادعا یې وکړه چې اسراییل له پخوانیو تړونونو او مادو څخه په شا کېږي. د نوموړي په خبره، واشنګټن هڅه کوي چې په سیمه کې د اسراییل پر ضد د هر ډول اقدام مخه ونیسي.

دغه چارواکي د اوربند  موافقې ته د رسېدو احتمال یو “فرېب” وباله او ویې ویل چې موږ د یوه ریښتیني تړون یا خبرو اترو سره نه، بلکې د امریکا د غوښتنو د پلي کېدو سره مخامخ یو.

یاده دې وي چې د پنجشنبې په ورځ، په دوحه کې د اوربند خبرې  پیل شوې، خو د جمعې په ورځ  بېرته وځنډول شوې.

ټاکل شوې چې دا خبرې به راتلونکې اونۍ کې د مصر پلازمېنه قاهره کې بیا پیل شي.

په ورته وخت کې، د جمعې په ورځ، قطر، متحده ایالاتو او مصر د یوې ګډې خبرپاڼې له لارې وویل چې په دې اونۍ کې په دوحه کې د غزې د اوربند خبرو اترو کې مثبت پرمختګ شوی دی، خو حماس بیا د اوربند خبرو کې پرمختګ رد کړی دی.

په یاده خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ښکېلې خواوې به په راتلونکو ورځو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو د هوکړه لیک د پلي کېدو جزیات نهايي شي.

که څه هم درې واړه هېوادونه د غزې د شخړې په اړه د حماس او اسراییلو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړې ده، خو لا هم د اوربند د څو پړاوونو سره سره کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري
وروستی خبرونه

فطرت: فرضي کرښې ته نژدې د پاکستان جنایتونه او بریدونه دوام لري

مارچ 10, 2026
م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
وروستی خبرونه

م،م کې د هند استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه وغندل

مارچ 10, 2026
پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی
وروستی خبرونه

پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی

مارچ 10, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved