د هند ملي اعتصاب / د ډاکټرې مړینه
ایډي: 8390586
نېټه: د اګست 16، 2024
ځای: هند
موده: ۴۷ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره ده
خپور شوی: 2024-08-17 12:05
وروستی سمون: 2024-08-17 12:09
ویډيويي صحنې
هند ډیلي، – اګست 16، 2024 (CGTN)
۱ـ بېلابېل اعتصابونه د وحشیانه جنسي تېري په وړاندې اعتراضونه
بشپړ خبر
په ټول هند کې څه باندې یو ميلیون ډاکټرانو ملي اعتصاب پیل کړی او سړکونو ته راوتلي، دوی په ختیځ هند کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د جنسي تیري او وژنې عامل ته د سختې سزا غوښتنه کړې.
په ۳۱ کلنې ښځینه ډاکټرې د جنسي تیري او وژنې یوه اونۍ وروسته لاهم د ډاکټرانو غوسه او اعتراضونه دوام لري. د یادې ډاکټرې جسد د روانې اګست میاشتې په لسمه نېټه سهار د لوېدیځ بنګال ښار په یو تر ټولو پخواني روغتون کې وموندل شو.
پولیسو د قضيې په تړاو يو رضاکار نيولی او دوسيه يې مرکزي ادارې ته سپارل شوې ده.
د جمعې په ورځ هم په سلګونه کاوړ او پارېدلي ډاکټران د روغتیا او فامیلي رفاه ر وزارت مخې ته راټول شوي وو او د خپلې وژل شوې همکارې لپاره یې د عدالت غوښتنه کوله.
دوی دغه راز له حکومت څخه د لیکلې ژمنې غوښتنه هم کوي څو د راتلونکو پېښو پر وړاندې د دوی محافظت تضمین کړي.
د هند طبي ټولنې (IMA) چې د دې هېواد د ډاکټرانو تر ټولو لویه ټولنه ده، د شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ۲۴ ساعتونو لپاره د عادي روغتیایي خدماتو درولو اعلان کړی دی.