د غزې تړانګه – د اسراییلو بمبارۍ / هدفونه
ای ډي: 8390611
نېټه: د اګست 17، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: یوه دقیقه او پنځه دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او CGTN))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-18 14:19
وروستی سمون: 2024-08-18 14:23
ویډيويي صحنې
د غزې ښار، د غزې تړانګه – د اګست 10، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېلې ویجاړې شوې ودانۍ، بې ځایه شوي خلک
د غزې ښار، د غزې تړانګه – د اګست 1، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د بېلابېلو خځلو او کثافات صحنې، ویجاړې شوې ودانۍ
د غزې تړانګه – د اګست 12، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ بې ځایه شوي ماشومان، ویجاړ شوي ودانۍ
بشپړ خبر
اسراییلي پوځ پرون شنبه ویلي، چې ځواکونو یې پر غزې تړانګې ۴۰ هوايي بریدونه کړي، خو په ځواب کې یې حماس بیا ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د غزې ښار په جنوب کې یو شمېر اسراییلي پوځیان وژلي او ټپیان کړي یې دي.
د اسرایلو د پوځ ادارې په یوه مطبوعاتي بیان کې ویلي، چې اسراییلي الوتکو په تېرو څو ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د پوځي ودانیو او د وسلو ډیپو ګانو په ګډون ۴۰ ترهګریز اهداف په نښه کړي دي.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو ویلي چې دوی به د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
بل خوا د فلسطین خبري اژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د غزې تړانګې په مرکزي الزاویده سیمه کې د اسراییلو په ورستیو بمباریو کې لږ تر لږه ۱۷ فلسطینیان وژل شوي دي.
له دې سره هممهاله د حماس وسله والې ډلې القسام پرون وویل، چې دوی د غزې په جنوب کې یو شمېر اسراییلي پوځیان وژلي او هم یې ټپیان کړي دي.
په ورته مهال بیا د اسراییلو داخلي امنیتي ادارې نن سهار په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې د شنبې په ماښام یې د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حماس دوه جګپوړي غړي وژلي دي.
د غزې میشت روغتیايي چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرییلي پوځ په روانو خونړیو بریدونو کې ۶۹ تنه وژل شوي او ۱۳۶ نور ټپیان شوي دي چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ جګړه کې د ټولو وژل شویو فلسطینانو شمېر ۴۰،۰۷۴ او د ټپیانو شمېر ۹۲،۵۳۷ ته ورسېد.