د تایلند د لومړي وزیر ټاکنې
ایډي: 8390430
نېټه: د اګست 16، 2024
ځای: تایلند
موده: دوه دقیقې او پنځلس ثانیې
سرچینه: CCTV))او CGTN))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-16 20:12
وروستی سمون: 2024-08-16 23:54
ویډيويي صحنې
بنکاک، تایلینډ – اګست 16، 2024 (CCTV/CGTN -) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د تایلینډ نوی ټاکل شوی لومړی وزیر پیتونګترن شیناواترا بېلې بېلې صحنې
تایلینډ بنکاک، – نیټه معلومه نه ده (CCTV -) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د تایلینډ ملي بیرغ
بشپړ خبر
د تايلند پارلمان ۳۷ کلنه مېرمن اغلې پونګترن شيناوترا د جمعې په ورځ د ساده اکثریت رایو په ګټلو سره د دغه هېواد د نوې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله.
پونګترن شیناواترا دوه ورځې وروسته له هغې دنده پیل کړه چې د تایلند د اساسي قانون محکمې مخکینۍ لومړۍ وزیره سرتا تاویسین د اخلاقي سرغړونې په قضیه کې له دندې ګوښه کړه. داسې ویل کېږي چې د پارلماني رایو په جریان کې پونګترن د لومړۍ وزیرې په توګه یوازینۍ نومول شوې نومانده وه چې ګټونکې هم شوه.
د رایې ورکولو وروسته چې نږدې دوه ساعته یې دوام وکړ، د دغه هېواد د پارلمان مشر وان محمد نور ماتا اعلان وکړ چې اغلې پونګترن د تایلند د پارلمان د اوسني ۴۹۳ استازو څخه د ۳۱۹ رایو یا نږدې دوه پر درېیمه برخه رایې ترلاسه کړې، چې د تصویب لپاره د اړین ساده اکثریت رایو څخه ډېرې دي.
هغه به د تایلند د پاچا مها وجیرالونګکورن لخوا مشروعیت او رسمیت پیدا کړي څو د سویل ختیځې اسیا هېواد تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره شي.
د فیو تای ګوند دغه ۳۷ کلن مشره چې د پخواني لومړي وزیر تاکسین شیناواترا کوچنۍ لور هم یاده شوې، د تېرې پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه چې ایتلاف د هغې نوماندي تایید کړه د اقتصادي ننګونو په حل کې د واکمن ایتلاف پرېکړه لیک هم روښانه کړ.