روسیه/اوکراین کړکېچ/تازه
ایډي: 8390487
نېټه: د اګست 16، 2024
ځای: اوکراین او روسیه
موده: دوه دقیقې او دوه ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-16 18:02
وروستی سمون: 2024-08-16 20:06
ویډيويي صحنې
ځای نامعلوم ده – د اګست په 16، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ډزو بېلابېلې صحنې،
۲ـ ګڼ شمېر عسکر
بشپړ خبر
مسکو د جمعې په ورځ ادعا وکړه، چې د سختې جګړې په دوام کې یې د اوکراین د یو بل ښار کنټرول ترلاسه کړی، خو اوکراين د روسیې د بریدونو د شنډولو خبر ورکړی.
د روسیې دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی پوځ د دونیستک په سیمه کې د سرګي یفکا ښارګوټی نیولی. او ادعا یې کړې چې په تېره اونۍ کې یې پوځ د اوکراین نظامي صنعتي شرکتونو او نظامي هوایي ډګرونو په نښه کولو په پاره خورا دقیقې وسلې او ډرون هم کارولي دي، دوی دغه راز ویلي چې د روسیې د هوايي دفاعي سیستم په مرسته یې د اوکراین یوه Mi-8 چورلکه او ۵۴۳ بې پیلوټه الوتکه هم ویشتلې ده.
دغه وزارت دا ادعا هم کړې چې د دوی ځواکونو د کورسک په لور د اوکراین د بریدونو مخه نیولې، او د روسیې هوايي ځواک د اوکراین په شمال ختیځ سومي سیمه کې د اوکراین د وسلو زېرمې او همدارنګه د وسلو او تېلو ډیپوګانو باندې پراخ بریدونه هم کړي. همدارنګه د روسیې پوځ ویلي چې د اوکراین څو ګرځنده ډلې چې د روسیې خاورې ته یې د ننوتلو هڅه کوله له منځه وړي دي.
په ورته مهال بیا د اوکراين د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان په همدې ورځ د ۷۵ نښتو راپور ورکړی. چې تر ټولو د سختې جګړې ډګر د پوکروسک سیمه وه، چې پکې د ۲۳ سختو نښتو راپور ورکړل شوی یاد راپورکې دا ادعا هم شوې چې د اوکراین پوځ د روسیې ۱۷ بریدونه په شا تمبولي، په همدې حال کې په نورو سیمو کې هم د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.