د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8390329
نېټه: د اګست 10-12، 2024
ځای: بېلا بېل
موده: یوه دقیقه او دوه څلوېښت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-15 07:29
وروستی سمون: 2024-08-15 07:41
ویډيويي صحنې
د غزې تړانګه – د اګست 12، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په سیمه کې ویجاړې شوې ودانۍ، بې ځایه شوي ماشومان
د غزې تړانګه – د اګست 11، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ بېلا بېلې ویجاړې شوې ودانۍ، خلک په خاورو کې د تګ او راتګ پر مهال
بشپړ خبر
ټاکل شوې په قطر کې د اوربند خبرې بیا پیل شي په غزې تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر د پنجشنبې په ورځ له ۴۰زرو کسانو څخه واوښت.
د غزې ځایي روغتیايي چارواکو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو پوځ ۴۰ تنه وژلي او ۱۰۷ نور یې ټپیان کړي دي. چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له پیل راهیسې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ جګړه کې د مړو شمېر ۴۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی.
په یاده خبر پاڼه کې ویل شوي، چې لا هم ډېری قربانیان تر خاورو او سړکونو لاندې پراته دي، چې امبولانسونه او د ملکي دفاع کارمندان د روانې جګړې له امله دوی ته نشي کولی په سمه توګه رسیده ګي وکړي.
د وروستیو معلوماتو له مخې، د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د مړو شمېر له ۳۰ زرو څخه ۴۰ زرو ته پورته کېدو یوازې پنځه نیمې میاشتې وخت نیولی دی.
بلخوا د غزې تړانګې یوه چارواکي ویلي، چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په موخه خبرې اترې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا پیل شوې دي.
په پام کې ده چې د قطر له لومړي وزیر سره په خبرو اترو کې د اسراییلو د موساد څارګرې ادارې مشر ډېوېډ برنا په ګډون د امریکا او مصر استازي هم برخه واخلي.