ایران/روسیه – هراړخیزه ملګرتیا
ایډي: 8390340
نېټه: د اګست 14، 2024
ځای: ایران او روسیه
موده: یوه دقیقه او څلور ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-15 13:25
وروستی سمون: 2024-08-15 14:25
انګلیسي
ویډیويي صحنې
تهران، ایران – د اپریل 2، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ایران ملي بیرغ، ترافیک
ایران تهران – د اپریل 10، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د ایران ملي بیرغ، د ښار بېلابېلې منظرې، ترافیک
بشپړ خبر
په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، چې د ایران او روسیې تر منځ د هراړخیزې همکارۍ د سترې موافقې پر مسودې غور روان دی او ډېر ژر به لاسلیک شي.
د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو حقوقي څانګې د دې موافقې مسوده تصحیح کوي چې اوس یې د بیا کتنې لپاره د جمهوري ریاست اړوندو ادارو ته سپارلې ده. هغه زیاتوي هر څومره چې ژر دا چمتو شي د دواړو هېوادونو مشران به یې په نهایي کېدو سره لاسلیک کړي.
تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودینکو ویلي و، چې دواړه خواوې د دې موافقې لاسلیک ته چمتو دي او په نږدې راتلونکي کې به لاسلیک شي.