افغانستان-جګړه/وروستی
ایډي: 8390280
نېټه: وروستی
ځای: افغانستان
موده: دوه دقیقې او دوه څلوېښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-15 21:29
وروستی سمون: 2024-08-15 22:35
د اګسټ پر ۳۱مه،
بشپړ خبر
له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له وتلو درې کاله تېرېږي خو لا هم دغه هېواد د امریکا د شل کلنې پوځي مداخلې له ژورو او دوامداره اغېزو سره لاس او ګرېوان دی.
وروسته له هغه چې امریکا له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه خپل شل کلن پوځي حضور ته په بشپړه توګه د پای ټکی کېښود.
خو د جګړې له کبله رامنځته شوې اغېزې لاهم افغانان ځوروي، او د قربانیانو کورنۍ متحده ایالات او متحدین یې تورنوي چې د شویو ظلمونو مسؤلیت په غاړه نه اخلي.
د دغه هېواد په ډېری برخو کې لا هم د جګړې نښې پاتې شته دي. د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ولسوالۍ د بابوس کلي له هغو سیمو څخه ده چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پکې لسګونه کورونه بمبار کړي دي.
اختر محمد احمدي او کورنۍ چې له کلونو راهیسې د لوګر ولایت په بابوس کلي کې په کرنه بوخته ده. د ۲۰۱۹ کال په نیمایي کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له لوري یې د خپل کور په پرله پسې بمباریو کې د کورنۍ پنځه غړي له لاسه ورکړي دي.
هغه وايي، د شپې شاوخوا ۹:۳۰ نهه نیمې بجې وې چې امریکايي ځواکونه زموږ پر کور چاپه ووهله، زما د کورنۍ ټول غړي ویده وو یو ورور مې له کوټې بهر او درې نور وروڼه په خپلو خونو کې ویده وو، هغوی یې له خوبه راویښ کړل او ټول یې په ډزو ووژل.
په یو بله پېښه کې د هغه لور ليدا احمدي هغه ویجاړوونکې شپه یادوي چې امریکايي ځواکونو یې پر کور بمبار وکړ، هغه شپه نوموړې په دې پوهه شوه خپله یوه پښه یې له لاسه ورکړې ده. اوس هغه معلوله ده او هم د سختو رواني صدماتو سره مخ ده.
اغلې احمدي وايي، هغه وخت چې برید وشو ما په شا او پښو کې ډېر شدید او بد درد احساس کړ، او بیا وروسته پوهه شوم چې ما یوه پښه له لاسه ورکړې او وینه ترې بهېږي.
له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو د ځواکونو له وتلو لږ مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو، چې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي پکې ووژل شول. وروسته متحده ایالاتو دا پېښه غمجنه تېروتنه وبلله او ادعا یې وکړه چې د دې برید موخه د داعش وسله وال وو.
د یو بلې زیانمنې شوې کورنۍ غړي اجمل احمدي وايي، چې دوی په ۲۰۲۲ کال کې امریکا ته کډه شوي، خو د امریکا د حکومت له ژمنو سره سره یې لږ مالي او رواني مرستې ترلاسه کړې ده.
هغه وايي، د امريکا حکومت زموږ د ملاتړ لپاره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې موږ امريکا ته د عادي کډوالو په توګه راوستل شوي یو. هغوی موږ ته هېڅ خساره نه ده راکړې او موږ په خپله له اقتصادي پلوه په ستونزو کې ښکېل يو.
افغان کارپوهان او چارواکي په دې باور دي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې پایلې د افغانستان اقتصادي وده او زېربناوې اغیزمنې کړې دي.
په ورته مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش وویل، له بده مرغه په افغانستان کې داسې کوم کلی، ولایت یا ولسوالي شاید نه وي چې امریکایانو پکې هوايي بریدونه یا چاپې نه وي وهلې
یو شمېر شنونکي وايي، چې د امریکايي پوځیانو حضور له نورو هېوادونو سره د افغانستان د همکارۍ هڅې هم اغېزمنې کړې دي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي، چې په افغانستان کې د امریکایانو او لوېدیځو هېوادونو د پوځي مداخلې یو لامل د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د چین د اقتصادي نفوذ مخنیوی هم و.