د سربیا-چین دولتي شورا غړی/ولسمشر/PM
ایډي: 8390190
نېټه: د اګست 12-14، 2024
ځای: سربیا
موده: ۴۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-08-14 08:28
وروستی سمون: 2024-08-14 08:32
ویډيويي صحنې
بېلګراد، سربیا – اګست 12-14، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېلې لیدنې او کتنې
۲ـ د چین د دولتي شورا غړي شین ییکین د سربیا له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره د روغبړ کولو پر مهال
۳ـ ناسته روانه ده
بشپړ خبر
د چين د دولتي شورا غړې شن يوکين له دوشنبې څخه تر چهارشنبه پورې صربستان یا سربیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر الکساندر ووچیچ او له لومړي وزیر میلوس ووسیویچ سره خبرې اترې وکړې.
د یادې لیدنې پر مهال د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ ویلي، چې سربيا له چين سره خپلې ټينګې دوستۍ ته ډېر ارزښت ورکوي او لېواله دی چې د سپورت په شمول په ټولو ساحو کې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو لپاره د ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره همکارۍ لا ژورې کړي.
دغه راز د یادو خبرو اترو پر مهال وزیر میلوس ووسیویچ وویل، چې د سربيا حکومت به په فعاله توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقه عملي کړي او له چين سره به د کمربند او لار نوښت لپاره همکارۍ لا ژورې کړي.
په ورته مهال د چين د دولتي شورا غړې شن يوکين ویلي، چې چين له سربيا سره خپلو اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډ کار کوي. هغې وويل، چين ژمن دی چې د دواړو مشرانو تر منځ د شويو تړونونو پيروي وکړي، او د راتلونکي لپاره د چين او سربيا ترمنځ نږدې اړيکې ټينګې کړي او په بېلابېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ لا نورې پياوړې کړي.